د اسرائیلو واکمن ائتلاف د غزې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې

د اسرائیلو واکمن ائتلاف د غزې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې نړۍ
غزه کې د جګړې پای په اړه خبرې شوې

د اسرائیلو ټایمز ورځپاڼې د خپلو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلو حاکم ائتلاف استازو د غزې جګړې پای ته رسولو او نتنیاهم محکې د ارتباط په اړه بحثونه کړي.

یادې ورځپاڼې د اسرائیلو پارلمان کې د لیکود ګوند غړو له قوله ویلي، د نتنیاهو محکمې په اړه به هیڅ قانون وضع نه شي او نه به له وخته مخکې ټاکنې وشي.

راپور راغلي، چې د نتنیاهو محکمې د ژر پای ته رسولو لپاره د پارلمان مداخلې امکان خورا لږ دی.

د اسرائیلو واکمن ائتلاف داسې مهال غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې، چې اشغالګر ځواکونه د غزې ۶۳۴ ورځنۍ جګړه کې په دې ونه توانېدل چې خپلې موخې ترلاسه او د زور له لارې بندیان راخوشې کړي.

تړلي موضوعات