د ایران بهرنیو چارو وزارت: په سیمه کې د امریکا شتون تل د نا امنۍ سرچینه وي

د ایران بهرنیو چارو وزارت: په سیمه کې د امریکا شتون تل د نا امنۍ سرچینه وي سیمه
انځور ارشیف

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي سیمه کې د امریکایي اډو له لوري متوجه ګواښونو ته په اشارې وايي، ایران تل ګاونډیو هېوادونو ته وړاندیز کړی دی، چې باید په یوه ګډ امنیتي سیستم کار وشي.

هغه وايي، په سیمه کې د امریکا شتون تل د نا امنۍ سرچینه وي او بیا ځلي یې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونو د ګټو خوندیتوب په موخه باید ګاونډي هېوادونه په ګډ امنیتي سیستم کار وکړي.

تسنیم خبري اژانس وايي، نوموړي دغه خبرې وروسته له هغې یوې رسنۍ سره په مرکه کې کړي، چې د اسرائیلو له لوري په نښه شویو ۶۰ ایراني چارواکو او د اټومي انرژۍ متخصصینو په جنازه کې د ایران ولسمشر په ګډون شاوخوا یو میلیون کسان راټول شوي وو.

په سیمه کې د امریکا پوځي اډو په تړاو د چارو شنونکي وايي، له دې اډو د واشنګټن موخه د خپلو سیالانو ځپل او همدارنګه د خپلو مالي ګټو خوندیتوب تر څنګ په سیمه ولکه ده.

تړلي موضوعات