هرات کې د هرات شپې په نوم نندراتون جوړ شوی

هرات کې د هرات شپې په نوم نندراتون جوړ شوی افغانستان
هرات کې د هنري اثارو نندارتون

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين خبر ورکوي، چې د دې ولایت د علامه صلاح الدين سلجوقي په صالون کې د هنرمندانو د ملاتړ په موخه د هرات شپې په نوم نندارتون جوړ شوى دى.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال هنرمندانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او له ښاريانو یې وغوښتل، چې د دغو هنرمندانو له آثارو څخه د خپلو کورونو د سينګار لپاره استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د دغه نندارتون د تنظیم مسؤل عبدالکریم ارباب زاده ویلي، په دغه نندارتون کې شاوخوا ۲۳۰ بېلابېل اثار نندارې ته اېښودل شوي، چې ډېری یې د ښځو دي.

په ورته مهال د هرات ولایت هنرمندان وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په دغه ولایت کې هنر وده کړې او دوی توانېدلي چې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې برخه واخلي.

تړلي موضوعات