د لوګر محرومو سیمو کې ۱۶مخابراتي سایټونه جوړیږي

د لوګر محرومو سیمو کې ۱۶مخابراتي سایټونه جوړیږي ټیکنالوژي
انځور ارشیف

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویلي، د لوګر ولایت لري پرتو او محرومو سیمو کې یې د ۱۶ مخابراتي سایټونو د نصبولو سروې بشپړه کړې او ژر به یې رغنیزې چارې پیل شي.

 د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، دغه سایټونه به د لوګر مرکز په ګډون هغو ولسوالیو کې جوړ شي، چې له مخابراتي چوپړتیاوو بې برخي دي.

 نوموړي ویلي، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا هېواد کې د غوره مخابراتي چوپړتیاوو برابرولو په موخه هڅه کوي هغه سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي، چې له کلونو راهیسي له دغو خدمتونو بې برخې دي.

 د یادونې ده، چې لوګر کې دغه مخابراتي سایټونه یاد ولایت ته د مخابراتو وزیر د سفر پر مهال منظور شوي وو.

تړلي موضوعات