کابل، تاشکند او دوشنبې مخابراتو برخه کې درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک کړی
د افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرانو درې اړخیزه ناسته کې مخابراتي برخه کې د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړې.
د دې هوکړې له مخې به درې واړه هېوادونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ برخه کې له یو بل سره ګډه همکاري ولري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، یاده درې اړخیزه کتنه کې د کابل، تاشکند او دوشنبې ترمنځ د ټکنالوجۍ ودې او پراختیا، سیسټمونو، مخابراتو، پستي خدماتو، سیمه ییزو همکاریو او هوکړه شویو مواردو خبرې اترې شوې دي.
د یادونې ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر نجیب الله حقاني د مشترک المنافع هېوادونو یا RCC غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی.