د افغانستان او ازبکستان چارواکي د ډیجیټل حکومتولۍ او ټکنالوجۍ برخه کې پر پانګونې غږېدلي

د افغانستان او ازبکستان چارواکي د ډیجیټل حکومتولۍ او ټکنالوجۍ برخه کې پر پانګونې غږېدلي ټیکنالوژي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني تاشکند کې له خپل ازبکستاني سیال شیرزود شرمتوف سره لیدلي او د خپلو برخو پر ګڼو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.

دې کتنه کې د دواړو لوریو چارواکو د ټکنالوجۍ په برخو کې پر سیسټم جوړونې، ډیجیټل حکومتولۍ، د تجربو پر شریکولو، د ټکنالوجۍ په برخه کې پر پانګونې، سایبر سکیورټي او د افغان کادرونو د ظرفیت لوړونې په تړاو خبرې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، چې کتنه کې د ازبکستان وزیر ویلي، اوس مهال افغانستان او ازبکستان هېوادونه کولای شي د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په برخو کې همکار پاتې شي او هغه تجربې چې ازبکستاني لوري د سیسټمونو د جوړولو او د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په موخه تطبیق کړې افغان لوري سره شریکې کړې.

شیرزود شرمتوف زیاته کړې چې دوی لېوالتیا لري د ټکنالوجۍ په برخه کې د سیسټمونو د شریکولو تر څنګ خپل شرکتونه افغانستان کې پانګونې ته تشویق کړي.

بلخوا افغان وزیر ویلي، هڅه کوو افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ او د سیسټمونو د جوړولو او تطبیق په موخه د سیمې او نړۍ له تجربو څخه ګټه پورته کړو او په دې برخه کې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وړمه ورځ د ازبکستان هېواد د مشترک المنافع سیمه ییزو هېوادونو(RCC) ۳۱ مه غونډه کې د ګډون په موخه تاشکند ته رسمي سفر کړی دی.

تړلي موضوعات