پکتیکا کې ۴۴ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

پکتیکا کې ۴۴ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي ټیکنالوژي
پکتیکا کې مخابراتي سایټونه جوړیږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې مخابراتي خدمتونو ته د خلکو لا زیاتې لاسرسي په موخه یاد وزارت پکتیکا کې د ۴۴ نوي مخابراتي سایټونو فعالولو پلان لري.

 یاد وزارت ویلي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د دغه ولایت لرې پرتو سیمو اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي، حکومت تر لرې پرتو سیمو د مخابراتي خدمتونو غځولو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي د افغانستان ټولې سیمې تر بشپړ مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

 د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم بېلابېلو ولایتونو کې د هېوادوالو ستونزو د حل په موخه لسګونه مخابراتي سایټونه جوړ شوي.

تړلي موضوعات