میدان وردګو کې د سربو پروسس کارخونه پرانېستل شوه

میدان وردګو کې د سربو پروسس کارخونه پرانېستل شوه سوداګرۍ او اقتصاد
میدان وردګو کې د سروبو پروسس تازه جوړه شوې فابریکه

د میدان وردګو ولایت مقام دفتر وايي، د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د افغان قرغز په نوم د انټیموني او سربو پروسس کارخونه پرانېستل شوه.

یاده کارخونه چې په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي په ورځني ډول به د ۶۰ ټنه خالصو موادو ترڅنګ ډبرې هم پروسس کړي.

سرچینه وايي، ۴۰۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د جوړېدو چارې یې ۷۰ سلنه بشپړې شوي.

د پرانېستې په مراسمو کې دولتي چارواکو ویلي، دغه کارخونه به د هېواد په اقتصاد او په ځانګړي ډول د میدان وردګو اوسیدونکو په ژوند مثبتې اغیزې ولري.

چارواکو ویلي، چې هېواد له بېلا بېلو زېرمو ډک دی او مسؤلین هڅه کوي په کور دننه کانونه پروسس شي.

تړلي موضوعات