اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک رد کړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک چې افغانستان کې د امنیت ټینګښت، نشه يي توکو مبازره کې د اسلامي امارت لاسته راوړونو ستاینې، افغانستان خلکو سره د بشري او اساسي برخو کې مرستې او د افغانستان اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو برخو کې مثبت ارزولی.
بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو مخکینو پرېکړه لیکونو، راپورونو او ارزونو تائید او د هغو پر اساس استدلال په ځانګړي ډول د امنیت او بشري حقونو برخه کې د ځینو هېوادونو تر فشار او فرمایش لاندې چلند او له ځمکنیو واقعیتونو انکار پر منهج روایت ولاړ تسلسل دی.
اعلامیه کې راغلي، پرېکړه لیک چې د افغانستان وضعیت په اړه دی او له اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه شوې، خو د تائید په اړه د اسلامي امارت نظر نه دی اخیستل شوی.
سرچینې ویلي، اسلامي امارت د یاد پرېکړه لیک سپارښتنې او غوښتنې ارزوي او د ممکنه همکارۍ موارد به په کې تشخیص کړي.