مسکو کې د افغانستان سفیر د خپل باورلیک کاپي روسي حکومت ته سپارلې

مسکو کې د افغانستان سفیر د خپل باورلیک کاپي روسي حکومت ته سپارلې سیاست
مسکو کې افغان سفیر د خپل باور لیک کاپي د روسیې بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې

روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، د اسلامي امارت فوق العاده استازي مولوي ګل حسن حسن د خپل باور لیک کاپي د روسیې فدراسیون بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري یوریویچ ته سپارلې.

د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، د باورلیک اصل به وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ته وړاندې شي.

روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن تېره اونۍ مسکو کې د افغانستان سفارت چارې رسما پیل کړې.

روسیه لومړنی هېواد دی چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژنده.

تړلي موضوعات