تخار کې یو ځل بیا په زیاته اندازه تریاک نیول شوي دي
د تخار ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ځواکونو د کشفي عملیاتو له لارې ۱۵۰۰ کیلوګرامه تریاک نیولي دي.
یاد مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه تریاک چې د ګازو په یوه لېږدونکي ټانکر موټر کې ځای پر ځای شوي وو، نامعلوم ځای ته لېږدول کېدل چې په تړاو یې د بدخشان ولایت یو تن اوسېدونکی نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم تخار کې امنیتي ځواکونو نږدې ۶ زره کیلو ګرامه تریاک چې د تېلو په دوو ټانکرونو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط کړي وو.