هلمند کې په زیاته کچه غیر قانوني وسلې نیول شوي

هلمند کې په زیاته کچه غیر قانوني وسلې نیول شوي افغانستان
هلمند کې نیول شوې وسلې او جنګي تجهیزات

کورنیو چارو وزارت ویلي، هلمند کې ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو، د تېرو دوو میاشتو موده کې د عملیاتو پر مهال ۱۰۵ میله وسلې او ګڼ شمېر نظامي تجهیزات نیولي.

وزارت وايي، دغه اندازه وسلې او مهمات د یاد ولایت مرکز لښګرګاه په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې نیول شوي او په تړاو یې څو تنه هم نیولي دي.

د سرچینې په خبره، نیول شویو وسلو او نظامي تجهیزاتو کې ۶۳ میله تومانچې، ۱۴ میله کلاشینکوفونه، درې میله ثقیلان، درې میله M4، ۱۲ میله بلازن، پنځه میله کمرشکن یو میل کربین، يو ميل پپشه، یو ميل ملېشه يي ټوپک، يو ميل خفيف او ۳ زره پیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات