ملاقات او که یوې بلې جګړې ته چمتووالی؟

ملاقات او که یوې بلې جګړې ته چمتووالی؟ نړۍ
له ټرمپ سره د نتنیاهو د درېیم ځل لپاره ملاقات

دا واک ته له رسېدو وروسته له ډونالډ ټرمپ سره د صهیونیست رژیم لومړي وزیر درېیم ملاقات دی چې سپینه ماڼۍ کې تر سره کیږي.

 تر اوسه له هر ملاقات وروسته نړۍ د یوې نوې جګړې شاهده پاتې شوې.

 په داسې حال کې چې تازه د غزې اوربند په اړه هڅې پیل شوي رویټرز خبري اژانس وايي، پرون دوشنبه د اسرائیلو لومړي وزیر له ټرمپ سره په لیدنه کې د غزې او ایران په اړه خبرې وکړې.

 اژانس وايي، له لیدنې وروسته نتانیاهو د غزې اوربند ته په اشارې ویلي، د غزې اوسېدونکي ممکن ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

 نتانیاهو ویلي، «که د غزې خلک پاتې کېږي پاتې دې شي، خو که غواړي ووځي باید وتوانیږي چې ووځي.»

 اژانس وايي، ټرمپ د غزې خلکو انتقال ته په اشارې ویلي، چې په دې برخه کې اسرائیلو ته نږدې هېوادونه ورسره مرسته کوي.

 تر دې وړاندې په راپورونو کې راغلي و، چې د غزې اوربند هڅو په موخه نتانیاهو امریکا ته ځي خو دا چې لیدنه پرون شوې په اړه یې بشپړ جزیات نه دي رسنیز شوي.

 اژانس وايي، داسې ښکاري چې ټرمپ او د هغه مرستیالان هڅه کوي د ایران او حماس کمزوري کېدو په صورت کې له هر حرکت ګټه پورته کړي.

 تر دې وړاندې راپورونو کې راغلي و، چې اسرائیل پر ایران نوې جګړې ته چمتووالی نیسي او داسې راپورونه هم شته چې ایران خپل پوځ ته د لومړۍ درجې اظهاراتو امر کړی.

 د چارو شنونکي وايي، امریکا او صهیونېست رژیم غواړي له بهانو په ګټې اخیستنې سیمه کې اور خپور کړي چې له امله به یې ځواکمن هېوادونه جګړه کې ښکېل شي.

تړلي موضوعات