امریکا د سوریې هیئت تحریر الشام د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړ
د امریکايي پولیټیکو رسنۍ د راپور پر بنسټ، د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري سوریه کې د هئیت تحریر الشام نوم د ممنوعه ډلو له لېست لرې شو.
راپور کې راغلي دا پرېکړه د سولې او ثبات ملاتړ په موخه وروسته له هغې وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې پر سوریې د بندیزونو لرې کېدو پرېکړه وکړه.
راپور کې راغلي، دا اقدام د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لخوا لاسلیک شوی او ښایي نن د جولای په اتمه رسما پلې شي.
سرچینه وايي، تحریر الشام له ۲۰۱۸م کال راهیسې د امریکا لپاره د ممنوعه ډلې په توګه نومول شوې و چې رهبري یې د سوریې اوسني حکومت مشر احمدالشرع کوي.
سوریه چې د کورنۍ جګړې پر مهال د امریکا او اروپایي ټولنې له لوري له بندیزونو سره مخ وه د دغو بندیزونو د لرې کېدو په موخه یې د اوسني دولت مشر څو هېوادونو ته سفر وکړ.