د امریکا فلادلفیا کې خونړی برید، ۳تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي

د امریکا فلادلفیا کې خونړی برید، ۳تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي نړۍ
د امریفلادلفیا ایالت کې خونړی برید

د امریکا فلادلفیا پولیسو ادارې خبر ورکړی، د یاد ښار سویل کې په یوه مرګوني برید کې ۳تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

فاکس نیوز د یاد ښار پولیسو له قوله ویلي، دغو ډزو کې درې تنه ځوانان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دی، چې د ځینو یې روغتیایي وضعیت نازک دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، برید ګر په تېښته بریالی شوی او پولیسو یې د موندلو هڅې پیل کړې.

فلادلفیا کې دغه پېښه داسې مهال کیږي، چې دوه ورځې وړاندې هم هلته په یوه برید کې ۸تنه ټپیان شوي وو.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په امریکا کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي چې دې چارې امریکایانو ترمنځ جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

تړلي موضوعات