کډوالو چارو وزیر، د کډوالو نړېوال سازمان پر وړاندیزونو غور کوو
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر افغانستان کې د کډوالو نړېوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره کتنه کې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې کړې دي.
د کډوالو چارو وزارت د خبر له مخې اغلې میهیونګ پارک ویلي، له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مالي سرچینو کمښت سربېره هڅه کوي، اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
اغلې پارک ویلي، هرات او نیمرزو کې یې فعالیتونو دوام لري او د اړتیا په صورت کې به نورو سیمو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي.
نوموړي اسلام کلا او نیمروز کې د کډوالو نړېوال سازمان د فعالیت لپاره د ځمکې وړاندیز کړی دی.
بلخوا د کډواو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت له خپلو امکاناتو راستنېدونګو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي په خبره یې، د کډوالو وزارت ټیمونه پولو کې په کار لګیا دي.
مولوي عبدالکبیر بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو لپاره د نړېوالو په لا ډېرو مرستو ټینګار کړی.
نوموړي ویلي، د کډوالو نړېواله سازمان په وړاندیزونو به غور وکړي.