د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۲۵ منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ۱۲۵ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ له نهو مسلکي کورسونو څخه فارغ شوي.
ملي دفاع وزارت ویلي، چې مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د اِعداد اهمیت او ارزښت بیان کړ او زیاته یې کړه: (( له ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړئ او په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور منسوبین هم د زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅوئ.))
وزارت زیاته کړې، چې ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د ترلاسه شویو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د اسلامي ملي اردو مسلکي روزنه چټکه شوې ده او هره میاشت په زرګونو منسوبین له بېلابېلو نظامي زده کړو فارغېږي.