لوی درستیز: د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې باید چمتو و اوسو

لوی درستیز: د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې باید چمتو و اوسو افغانستان
د وسله‌وال پوځ لوی درستیز

د هېواد وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت کابل کې د توپچي برخې افسرانو فراغت مراسمو کې ویلي، د افغانستان وسله‌وال ځواکونه باید د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري.

ښاغلي فطرت اسلامي اردو تشکیل کې د توپچي برخې اهمیت ته په اشارې ویلي، هر څومره چې توپچي برخه پیاوړې وې اسلامي اردو به هم پیاوړې وي.

ملي دفاع وزارت ویلي، د ستردرستیز توپچي ریاست له لوري د سیمه ییزو قطعاتو او جزوتامونو د توپچي ۶۵ تنه مدیرانو او امرینو ته یې د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار ورکړی دی.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېرو څلور کلونو کې د هېواد وسله‌والو ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او زرګونه تنو د ملي دفاع وزارت له اوږدمهاله، منځ مهاله او لنډ مهاله کورسونو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي.

تړلي موضوعات