ا.ا هرات کې د کډوالو لپاره مهم او وړیا خدمات وړاندې کوي
اسلامي امارت له ایرانه په جبري ډول اېستل شويو کډوالو د ملاتړ لپاره اسلام کلا سرحد کې مهم او وړیا خدمات وړاندې کوي.
د هرات سیمه ییز مسئولین وایي، دغو خدماتو کې هر کډوال ته ۲زره نغدي پیسې ورکول، خوراکي توکو وېش، سیمکاراتونو وېش، له سرحد تر اړوند ولایته وړیا ټرانسپورټ، وړیا روغتیایي خدمات، د ځمکې وېش او بې وزلو او مستحقو کورنیو ته د کورونو جوړول شامل دي.
د دوی په خبره، اسلامي امارت د یادو خدماتو وړاندې کولو خپله ملي او انساني دنده بولي او د کډوالو وضعیت لا ښه والي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې تېرو دوو اونیو کې له ایرانه د کډوالو جبرې اېستلو لړۍ پیل شوې، د اسلامي امارت مسئولین هڅه کوي، چې دغه پروسه هم له پاکستانه د کډوالو اېستلو لړۍ په څېر په بریالیتوب سره مدیریت کړي.