د شفري نسخو مخنیوي لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې
عامې روغتیا وزارت هېواد کې د ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو مخنیوي لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې.
د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، دغه کمېټه یې د خلکو شکایتونو او یاد وزارت رهبري په لارښوونه جوړه کړې.
د نوموړي په خبره، دغه کمېټه د ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو څرنګوالي په مخنیوي کار کوي، چې ډېر ژر به دغه موضوع تعقیب او ترې مخنیوي وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېوادوال د ځینو ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو لیکلو شکایت لري او وایي، شفري نسخو هغوی ته د سرګرداني ترڅنګ درملتونونو ته د ناوړه ګټې اخېستنې زمینه هم برابره کړې.