هرات ولایت کې راغلو کډوالو ته مخابراتي خدمات چمتو شول
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند خبر ورکړی، چې د هرات ولایت اسلام کلا پنډغالي کې له ایران څخه د هېوادوالو د بېرته راګرځېدو په موخه د ۵ مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې او د مخابراتي چوپړ په موخه یې په فعالیت پیل وکړ.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، چې په دغو استازولیو کې راغلو کډوالو ته په وړیا ډول سیمکارټ ورکول کېږي چې د وړیا دقیقو سربېره وړیا انټرنېټ هم لري.
نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال یاد سیمکارټونه په استثنايي ډول د مهاجرت په اسنادو ویشل کېږي چې ۴ میاشتې به فعاله وي تر هغې وروسته د سیمکارټ درلودونکی اړ دی څو خپل سیمکارټ د اترا د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر کړي چې د نه راجسټر کېدو په صورت کې به غیري فعاله کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد وزارت مسؤلین ډاډ ورکوي، چې وخت په وخت د اسلام کلا پنډغالي کې د مخابراتي شرکتونو د استازولیو او خدماتو څارنه کوي او هڅه کوي څو د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د مکالمې او انټرنېټ په برخه کې شته ستونزې حل او غوره اسانتیاوې برابرې کړي.