د روسیې تازه ګوښه شوي د ټرانسپورټ وزیر مرګ؛ ایا ځان وژنه یې کړې؟
ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې د ټرانسپورټ وزیر رومان ستاروویټ چې نن سهار د روسیې ولسمشر لخوا ګوښه شوی و، په خپل شخصي موټر کې مړ موندل شوی.
رومان ستاروویټ نن دوشنبه سهار د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا له دندې ګوښه شوی و.
ایا نوموړي ځان وژنه کړې؟روسي ټاس اژانس ویلي، چې مرګ یې په لومړنیو څېړنو کې ځان وژنه بلل شوې، خو د روسیې د څېړنو کمېټې ویاندې سوتلانا پټرینکو ویلي، چې جسد د ډزو په ټپ موندل شوی دی.
ټاس زیاته کړې، چې د ټرانسپورټ وزیر جسد پلازمېنې مسکو ته څېرمه په اوډینتسوو کې موندل شوی، چې د روسیې د څېړنو کمېټه هغه ځای کې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.
د یادونې وړ ده، چې رومان ستاروویټ د ۲۰۲۴کال د مۍ په میاشت کې د روسیې د ټرانسپورټ وزیر په توګه ټاکل شوی و.
#حریت_راډيو