د اسرائیلو ډیموکراټ ګوڼد رئیس: بنیامین نتنیاهو به هیڅګله هم حماس ته ماتې ورنکړي

د اسرائیلو ډیموکراټ ګوڼد رئیس: بنیامین نتنیاهو به هیڅګله هم حماس ته ماتې ورنکړي نړۍ
انځور ارشیف

د اشغالګر رژیم د ډيموکراټ ګوند رئیس يایئر ګولان ویلي، نتنیاهو حماس ته ماتې نه شي ورکولی بلکي اسرائیل به ټوټې ټوټې کړي.

الجزیرې د نوموړي له قوله راپور کې ویلي، نتنیاهو د جګړې پای ته رسولو څخه په انکار سره د نورو په وینو د خپلې بقا ساتلو جرات کوي.

نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تازه د اسرائیلو پوځ لوی درستیز ایال زامیر ویلي، غزه کې د اسرائیلو ګټې ورځ تر بلې کمزورې کیږي.

وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی، چې نوموړي غزه کې خپله ماتې منلې او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره یې معاملې ته ترجیح ورکړې.

د اسرائیلو لوی درستیز د حماس پر وړاندې جګړه پېچلې او له کړاوه ډکه بللې.

تړلي موضوعات