د انصارالله د رسنیو ادارې مرستیال: هر څوک چې پر موږ او غزې بریدونه کوي د ارام خوب به ونه کړي
د یمن انصارالله رسنیو مرکز مرستیال د یمن په حدیده بندر د اسرائیلو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، صهیونیستان باید پټن ځایونو ته لاړ شي، څوک چې پر موږ او غزې بریدونه کوي د ارام خوب به ونه کړي.
نوموړي ویلي، غزه یوازې نه ده او یمن به د بې عدالتۍ په خوب ویده نه شي په خبره یې، اشغالګر رژیم په اشغالي سیمو د یمن بریدونه مخه نه شي نیولی.
هغه ټینګار کړی، تر هغې چې اشغال نه وي درول شوی، د غزې په ملاتړ به یې د صهیونیستي رژیم پر ضد بریدونه دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یمن د غزې په ملاتړ پر اشغالي سیمو بریدونه زیات کړي، چې اسرائیلو د دې بردیونو په غبرګون کې نن دوشنبه د یمن حدیده او نور بندرونه په نښه کړي.