اسرائیلو د یمن په حدیده بندر درانه بریدونه کړي

اسرائیلو د یمن په حدیده بندر درانه بریدونه کړي نړۍ
انځور ارشیف

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو هوایي ځواکونو د یمن حدیده بندر باندې د ۲۰ توغندیو په وسیله بریدونه کړي.

اسرائیلي رسنیو ویلي، لا هم په یاد بندر د دوی د ځواکونو بریدونه دوام لري.

دغو بریدونو کې تر اوسه د اوښتو زیانو او تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي.

رویټرز هم د عیني شاهدانو له قوله ویلي، د یمن لوېدیځ حدیده بندر کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

اشغالګر رژیم داسې مهال د یمن په حدیده بندر بریدونه کړي، چې انصارالله ځواکونو د غزې په ملاتړ له تېرې ورځې راهیسي په اشغالي سیمو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

دا څویم ځل دی، چې اشغالګر ځواکونه په حدیده بندر چې د یمن انصارالله له مهمو مالي سرچینو هم بلل کیږي بریدونه کوي.

تړلي موضوعات