اسرائیلو پوځ لوی درستیز: غزه کې د اسرائیلو ګټې ورځ تر بلې کمزورې کیږي
وال سټریټ ژورنال د باخبره سرچېنو په حواله لیکلي، د اسرائیلو پوځ لوی درستیز حکومت ته ویلي، د یرغمل شویو خوشي کولو لپاره یوې معاملې ته ترجیح ورکوي.
ایال زامیر ویلي، غزه کې د یرغمل شویو راخوشې کولو په لټه د عملیاتو دوام به د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
نوموړي ویلي، غزه کې د اسرائیلو ګټې کمزورې شوې او د حماس پر وړاندې جګړه ستونزمنه ده.
د اسرائیلو پوځ لوی درستیز داسې مهال غزه کې د جګړې پر ځای معاملې ته ترجیح ورکړې، چې غزه کې د جګړې دوام د حکومت او پوځ ترمنځ درز رامنځته کړی.
د راپورونو له مخې د اسرائیلو کابینې ناسته کې پوځي چارواکي له نتنیاهو سره لاس او ګرېوان شوي، او غزه کې یې د جګړې د پای غوښتنه کړې.
د اسرائیلو پوځ غزه کې خپله ماتې منلې او هره ورځ یې جګړه کې د تلفاتو شمېر هم په زیاتېدو دی، دې چارې د پوځیانو په منځ وېره خپره کړې، چې تازه یې یو شمېر پوځیانو ځان وژنه هم کړې.