نظامي مسئولین او منسوبین د یونیفورم په اغوستلو مکلف شول
کورنیو چارو وزارت وایي، د یاد وزارت د رهبرۍ جلسې د پرېکړې او کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د منظورۍ په اساس ټول نظامي مسئولین او منسوبین کلف دي، چې د دندې د اجرا پر مهال له نظامي یونیفورم څخه ګټه واخلي.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د امنیت ټینګښت، قانون تطبیق او له جرمنو سره مبارزه چې د کورنیو چارو وزارت له اساسي دندو ده، نو له یونیفورم استفاده به په پېژندګلوي کې د ولس لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کورنیو چارو وزارت د رهبري جلسه کې داسې مهال د دندې د اجرا پرمهال د یونیفورم په اغوستلو ټینګار شوی، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري امنیتي ارګانونو ته ځانګړی یونیفورم منظور شوی دی.