دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳ زره ټنه صادرات شوي
د ټولګټو وزارت وایي، تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلي له لارې تر ۱۶۴زره ټنه زیات انتقالات شوي.
د یاد وزارت په خبره له دې ډلې یې ۲۹۶۰ ټنه صادرات دي، چې وچې مېوې او د انارو اوبه په کې شاملې دي.
د معلوماتو له مخې دغه اندازه صادرات او واردات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او هرات خواف اوسپڼې پټليو له لارې شوي دي.
د یادونې ده، چې اوسپنې پټلۍ ته د اسلامي امارت پاملرنې زیاتېدو سره د هېواد د صادراتو او وارداتو کچه هم زیاته شوې.