یو چینایي شرکت واخان کې د افغانستان او چین ترمنځ ګډ بازار جوړوي

یو چینایي شرکت واخان کې د افغانستان او چین ترمنځ ګډ بازار جوړوي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د چین یوه خصوصي شرکت مشر د بلخ والي سره کتنه کې ویلي، په پام کې لري واخان کې د افغانستان او چین ترمنځ ګډ بازار جوړ کړي.

 د دغه چینایي پانګوال ویلي، له دې بازار جوړولو یې موخه د دواړو هېوادونو د تولیداتو پېر او پلور ته زمینه برابرول دي.

 د یاد شرکت مسئولینو همداراز ویلي، بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتووالی لري او دې برخه کې یې خپل پلان د بلخ والي سره شریک کړی.

 بل‌خوا د بلخ والي له یاد شرکت غوښتي، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت ټولو برخو کې له بهرنیو پانګوالو سره همکاري کوي.

 دا په داسې حال کې ده، تر دې وړاندې امریکایي رسنیو خبر ورکړی و، چې اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي د دواخان لرې پرته سیمه په لوی سوداګریز مرکز بدله کړي.

تړلي موضوعات