کونړ کې فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د ۳۵ پروژو چارې پیل شوې
دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي کونړ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو لپاره د ۱۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵ پروژو چارو پرانېسته وکړه.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویلي، چې یادو ولسوالیو ته د ۶۸منظورو شویو پروژو له ډلې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې نن پیل شوې.
د یاد وزارت مرستیال ویلي، چې دا پروژې د روغتیا، پلونو جوړولو، د اوبو د شبکو او سړک جوړلو برخو کې دي.
نوموړي زیاته کړې ده، چې د دې پروژو بشپړېدو سره به د دې ولسوالیو اوسېدونکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته سرحدي او فرضي سیمو اوسېدونکو ستونزو حل ته پاملرنه ډېره شوې ده، چې وروستیو کې ګڼې پروژې هلته پلي شوې دي.