کندهار کې د اوبو لویه شبکه جوړه شوه؛ ۷ زره کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې

کندهار کې د اوبو لویه شبکه جوړه شوه؛ ۷ زره کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې بیارغونه او پراختیا

د کندهار ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې د کندهار په دوولسمه ناحیه کې د پاکو اوبو رسولو یوه لویه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې ولایت رسنیز دفتر ویلي، چې دا شبکه د مالیې وزارت په پراختیايي بودیجې د ۴۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې.

یاد رسنیز دفتر زیاتوي، چې د اوبو دا شبکه به د سیمې ۷ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې هېوادوالو ته د پاکو اوبو او کرنیزو ځمکو ته د خړوب اوبو پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دي، چې دې برخه کې یې ګڼې لویې پروژې پلي کړې دي.

تړلي موضوعات