ننګرهار کې د برېښنا ولټاژ تنظیم پروژې چارې پیل شوې

ننګرهار کې د برېښنا ولټاژ تنظیم پروژې چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د مراسمو پیل

ننګرهار کې د حریت راډیو خبریال وايي، د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا ولټاژ د تنظیم او شبکه کې د زیاتې انرژۍ جذب په موخه همېشه بهار سب سټېشن کې د ۳۰ مېګاواټه کپسیټور بانک نصبولو پرانېستې مراسم پیل شول.

 د حریت راډیو خبریال د معلوماتو له مخې د یادو تجهیزاتو نصبولو سره به د ننګرهار صنعتي ښارګوټو او ښاري برېښنا شبکې ولټاژ ضایعات مدیریت شي او پر مټ به یې د ننګرهار اوسېدونکي له ډاډمنې برېښنا برخمن شي.

د دغې پروژې پرانېستې مراسمو چارې نن پنجشنبه پیل شوې او د جوړېدو چارې به یې د ۶ میاشتو موده کې بشپړې شي.

 افغانستان چې دا مهال ډېره برخه برېښنا له نورو هېوادونو را واردوي د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي دا تشه له کورنیو سرچینو ډکه او هېواد په دې برخه کې په صادراتي هغې بدل کړي.

تړلي موضوعات