ننګرهار کې سېلابونو دوه ماشومان مړه او ۲۸۰ کورونه ویجاړ کړي
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست ویلي، ننګرهار کې د نن یکشنبې ورځې سېلابونو د دوه ماشومانو ژوند اخېستو سربېره ۲۸۰ کورونه ویجاړ او ۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې.
یاد ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سېلابونه په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې راوتلي دي.
د معلوماتو له مخې، ننیو سېلابونو تر ټولو ډېر زیانونه ګوشتې ولسوالۍ کې اړولي چې ۲۵۰ کورونه ویجاړېدو سربېره یې نږدې ۳زره جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي ورکړل شوې شمېرې ابتدایي دي او د لا زیاتو زیانونو احتمال شته.
ځایي چارواکي واي، سیمې ته یې د ژغورنې ټیمونه استولي دي.