ننگرهار لعلپورې ولسوالۍ کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي
د ننګرهار ولایت لعلپوري ولسوال لعل خاتم قرار رسنیو ته ویلي، نن یکشنبه د شدیدو باران له کبله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي.
ښاغلي خاتم ویلي، سېلابونو د لعلپورې ولسوالۍ ځینو کلیو کې کرنیزې ځمکې له منځه وړې او ګڼ کورونه یې تخریب کړي دي.
نوموړي که څه هم د اوښتونو زیانونو کچې نه ده په ډاګه کړې خو په خبره یې، سیمه کې لاهم سېلاب جریان لري او د لا نورو زیانونو اندېښنه شته.
د لعلپورې سیمه ییزو مسئولینو له اړوند بنسټونو غوښتي، چې د سېلاب ځپلو مرستې ته ور دانګي او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې دې پوره کړي.