د بنګله دېش یو شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې پانګونه کوي
د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې یوه بنګله دېشي شرکت په افغانستان کې د ۱۰۰ -۱۰۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې.
یاد وزارت ویلي، چې د بي. پي. ټي، ال بنګله دېشي شرکت رئيس محمد اسحاق ابوالخیر او مل پلاوي د دې وزارت د پانګونې د جلب او جذب رئيس مولوي رحمتولي رحماني سره کتنه کې دې پانګونې ته د لېوالتیا خبر ورکړی.
ښاغلي ابوالخیر ویلي، دوی لېواله دي چې په افغانستان کې د ۱۰۰ ـ ۱۰۰۰مېګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي. نوموړي په دې برخه کې له افغان حکومت د همکارۍ غوښتنه کړې.
بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي یاد بهرني پانګوال ته د همکارۍ ډاد ورکړی او ویلي یې دي، اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او افغانستان کې ورځ تر بلې شرایط مخ په ښه کېدو دي او ټول پانګوال باید له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د بهرنیو شرکتونو لخوا افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا ډېره شوې ده او بل لور ته د اسلامي امارت چارواکي هم دوی ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي او هرکلی یې کوي.