خیرخواه رئیسانو ته: د خپلو رياستونو دروازې د ليکوالانو او شاعرانو پر مخ تل پرانېزئ او ستونزو ته یې رسېدنه وکړئ

خیرخواه رئیسانو ته: د خپلو رياستونو دروازې د ليکوالانو او شاعرانو پر مخ تل پرانېزئ او ستونزو ته یې رسېدنه وکړئ افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د مشاعرو د تنظيم قانون په اړه ولايتي رئيسانو ته د سیمینار په وروستۍ ورځ ویلي، چې د خپلو رياستونو دروازې د ليکوالانو، اديبانو، شاعرانو او ځوانانو پر مخ تل پرانېزئ او د دې طبقو چوپړ او خدمت په اخلاص سره وکړئ.

نوموړي همداراز یادو رئیسانو ته ویلي، چې شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړئ او ستونزو ته یې رسېدنه وکړئ.

د یادونې ده، چې د یاد وزارت له لوري د مشاعرو د تنظيم د توشيح شوي قانون په اړه ولايتي رياستونو رئيسانو ته درې ورځنی ښوونيز سیمينار نن پای ته ورسېده.

تړلي موضوعات