خیرخواه: شعر او شاعران اسلام کې ځانګړی ځای لري او ا.ا.ا مشرتابه ورته خاصه پاملرنه کوي

خیرخواه: شعر او شاعران اسلام کې ځانګړی ځای لري او ا.ا.ا مشرتابه ورته خاصه پاملرنه کوي افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د مشاعرو د تنظيم قانون په اړه ولايتي رئيسانو ته د سیمینار په وروستۍ ورځ ویلي، شعر او شاعران په اسلام کې ځانګړی ځای لري او د اسلامي امارت مشرتابه دې برخې ته خاصه پاملرنه کوي، چې د مشاعرو په ښه ډول تنظيم او سالم مدیریت لپاره یې یو ځانګړی قانون د فرمان له لارې توشیح کړ.

ښاغلي وزیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رئیسانو غږ کړی، چې ياد قانون په پلي کولو کې خپل مسؤليت په شفاف ډول ترسره کړي.

د یادونې ده، چې د یاد وزارت له لوري د مشاعرو د تنظيم د توشيح شوي قانون په اړه ولايتي رياستونو رئيسانو ته درې ورځنی ښوونيز سیمينار نن پای ته ورسېده.

تړلي موضوعات