د بدخشان والي: لاريون کوونکو له لوري د ګډوډیو راپورونه ناسم دي
د بدخشان والي په خپله تازه مرکه کې ویلي، بدخشان کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او د نشه یي توکو پر ضد مبارزه دوام لري.
د بدخشان والي محمدایوب خالد بيبيسي سره خبرو کې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکي هلته لاریون کوونکو ګډوډي جوړه کړې.
نوموړي ویلي، له هغې وروسته چې د اسلامي امارت مجاهدینو یو شمېر ولسوالیو کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو اقدام وکړ، چې د سیمې اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ، چې د ځینو ګډوډیو لامل شو.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت دمشرتابه د فرمان له مخې د کوکنارو، کښت، قاچاق، استفاده،پېر او پلور منع شوي او امنیتي ځواکونه ټول هېواد کې د یادې پديدې پر وړاندې جدي مبارزه کوي.