د امیرخان متقي او الکساندر ماتیو کتنه؛ د سوري زړه ماشومانو لپاره دې مجهز کلینیکونه جوړ شي

د امیرخان متقي او الکساندر ماتیو کتنه؛ د سوري زړه ماشومانو لپاره دې مجهز کلینیکونه جوړ شي افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړېوال فدراسيون IFRC د آسيا پاسيفيك حوزې مشر الكساندر ماتيو کتلي دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې ښاغلي وزیر په افغانستان کې د سره صليب او سرې میاشتې ټولني خدمات ستایلي او په اړوندو برخو کې یې د اړمنو هېوادوالو سره د مؤثرو همکاریو په باب ټینګار کړی.

افغان وزیر دې کتنه کې د سرې میاشتې نړېوالې ټولنې په شمول پر ټولو نړېوالو خیریه مؤسسو او بنسټونو غږ کړی، چې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د سرپناه، پاکو اوبو، صحي خدماتو برابرولو او په ټوله کې د اقتصادي بوختیا لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

مولوي امیرخان متقي همداراز غوښتنه کړې، چې د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره دې په هېواد کې دننه مجهز او معیاري کلینیکونه جوړ شي.

بلخوا دې لیدنه کې الكساندر ویلي، چې افغانستان كې اوس مهال د۳۰۰ په شاوخوا کې کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو لړۍروانه ده او ژمنه یې وکړه چې د صحي مرستو دغه لړۍ به نوره هم پراخه کړي.

الکساندر همداراز ډاډ څرګند کړی، چې د سوري زړه ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به ګړندۍ هڅې کوي او د بي وزلو او اړمنو افغانانو لاسنيوي ته به ادامه ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې دې ناسته کې د ګډو همکاریو پر دوام، د بشري مرستو پر زياتوالي او په افغانستان کې د صحي مراکزو په تمويل او تجهيز هم هر اړخیز بحثونه شوي دي.

تړلي موضوعات