د موټرو لوړ سرعت کنټرول دوام لري؛ تازه ۴ زره جي پي اېس الې نصب شوې

د موټرو لوړ سرعت کنټرول دوام لري؛ تازه ۴ زره جي پي اېس الې نصب شوې افغانستان

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تازه خبر ورکړی، چې د موټرو لوړ سرعت کنټرول دوام لري او د ټرانسپورټي خدمتونو او خوندیتوب ریاست لخوا د موټرو لوړ سرعت د کنټرول‌روم او جي پي اېس له لارې تر جدي څارنې لاندې دی او په منظم ډول کنټرولېږي.

وزارت زیاته کړې، چې د ټرانسپورټي موټرو لوړ سرعت کنټرول او د جي پي اېس سیسټم د فعالولو په موخه د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې څه کم ۴ زره ټرانسپورټي موټرو کې د جي پي اېس الې نصب شوې دي.

د ټرانسپورټ وزارت همداراز ویلي، چې تر دې دمه په ټول هېواد کې ۸زره باروړونکو او څه کم ۳زره مسافروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الې نصب شوې دي او دا لړۍ په منظم ډول دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې لوړ سرعت افغانستان کې د ټرانسپورټي موټرو هغه ستونزه وه یا ده، چې د ګڼو ټرافیکي پېښو لامل ګرځي او درنه مرګ ژوبله رامنځته کوي، چې اسلامي امارت د دې ناوړه کړنې مهار لپاره جدي لاس په کار شوی.

تړلي موضوعات