بهرنیو چارو وزیر پاکستاني سیال سره په سوداګرۍ خبرې کړې

بهرنیو چارو وزیر پاکستاني سیال سره په سوداګرۍ خبرې کړې سیاست
د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ غږېدلی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۱مې ناستې څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو پروژو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړې.

دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې له لوړېدو سره هيله ښودلې، چې دوه اړخیزو اړیکو کې عملي همکارۍ لا پراخې شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغان ټرانس پراختیایي پروژې په څېر سترو پروژو کې عملي پرمختګونو باندې د دواړو هېوادونو پر رول ټینګار کړی.

همداراز دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او چين بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ پر راتلونکې ناستې، چې ټاکل شوې کابل کې به ترسره شي هم خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات