چین پر ایران د امریکا بریدونه په کلکو ټکو غندلي

چین پر ایران د امریکا بریدونه په کلکو ټکو غندلي سیمه
انځور ارشیف

چین پر ایران د امریکا بریدونه او د اټومي انرژۍ تر څار لاندې اټومي تاسیساتو بمبارد په کلکه غندلي.

بیجینګ په یوه رسمي بیانیه کې ویلي، د امریکا دې اقدام سره د ملګرو ملتونو اصول، منشور او نړېوال حقوق تر پښو لاندې کړي او په سیمه کې دکړکېچ زیاتېدو ته لمن وهي.

چین له ټولو ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول اسرائیلو غوښتي، چې ژر تر ژره دې اوربند ته غاړه کیږدي د ملکیانو امنیت تضمین او د خبرو اترو په مسیر دې حرکت وکړي.

د یادونې ده، چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو پر ایران د امریکا بریدونه غندلي او هغه یې د نړېوالو اصولو خلاف بللي دي.

تړلي موضوعات