چین کې د افغانستان لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي

چین کې د افغانستان لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د چین نړېوال نندارتون کې د افغانستان لاسي صنایع

د چین شپږ ورځني نړېوال نندارتون کې د افغانستان کورني تولیدات هم نندارې ته اېښودل شوي.

ویل کیږي دغې شپږ ورځني نندارتون کې د افغانستان تولیدات په ۸۸ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي.

د یاد نندارتون ګډون‌والو افغان سوداګرو ویلي، دغه نندارتون کې د ۵۴ هېوادونو کورني صنایع په ۱۴۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي، چې ۸۸ غرفې یې افغانستان ته ځانګړې شوې.

د افغانستان کورني تولیدات داسې مهال د چین نړېوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کیږي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال هم چین ته سفر کړی او د یاد هېواد چارواکو سره یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.

تړلي موضوعات