د امریکا دفاع وزیر: د امریکا بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات له منځه تللي
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ د امریکا پوځ لوی درستیز سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال ویلي، پر ایران د امریکا بریدونو کې د دغه هېواد پوځ او خلک نه دي په نښه شوي.
پیټ هګسټ ویلي، تېره شپه یې د ایران درې مهم اټومي سایټونه په نښه کړي.
نوموړي ویلي، ولسمشر ټرمپ له تېرو لسو کلونو راپدېخوا ټینګار درلود، چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري په خبره یې، دغو بریدونو کې یې د ایران اټومي تاسیسات له منځه وړي.
خو تر دې وړاندې رویټرز په خپل راپور کې ویلي و، چې د ایران اټومي تاسیسات مخکې له مخکې تخلیه شوي و.
بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په لوړه کچه دولتي جلسه کې ویلي، امریکا د اسرائیلو ناتواني او ماتې ته په کټو بریدونه وکړل.
پزشکیان د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونو ته په اشارې ویلي، امریکا د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د پاروونکو اقداماتو اصلي لامل ده.