ټرمپ پر ایران د نورو سختو بریدونو خبرداری ورکړ

ټرمپ پر ایران د نورو سختو بریدونو خبرداری ورکړ نړۍ
ایران ته د ټرمپ ګواښ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو له بریدو څو ساعته وروسته ګواښ وکړ، که ایران سوله ونه مني نو له سختو ویجاړوونکو بریدونو سره به مخ شي.

د سولې له خبرو د امریکا موخه له قید او شرط پرته تسلیمي ده، هغه چې ایران یې د خپلې خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر ضد د لویدیځ جوړه شوې دسېسه بولي.

رویټرز خبري اژانس وايي، نوموړي په یوه ټلویزیوني وینا کې په ایران د امریکا له لوري ترسره شوي بریدونه نظامي بریا بللې او زیاته کړې ده، چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه شویو ځایونو کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي.

اژانس وايي، نوموړي چې شاوخوا درې دقیقې یې خبرې وکړې ټینګار وکړ، چې د ایران دوه انتخابونه لري «سوله یا جګړه».

هغه زیاته کړې، که سوله ژر نه ونه مني موږ به په دقت، سرعت او مهارت سره نور هدفونه هم په نښه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا نن یکشنبه سهار د ایران په فردو، نطنز او اصفهان کلیدي اټومي سایټونو پراخ بریدونه کړي دي چې د ګڼو هېوادونو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

تړلي موضوعات