ا.ا.ا پر ایران د امریکا بریدونه وغندل او د سیمې په بې ثباتۍ اندېښمن دی

ا.ا.ا پر ایران د امریکا بریدونه وغندل او د سیمې په بې ثباتۍ اندېښمن دی سیمه

د افغانستان اسلامي امارت د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي دي او د سیمې د بې ثباتۍ د لا پراختیا په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې اسلامي امارت د ایران اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتيا نقض د نه منلو ګڼي او له لوريو غواړي چې د ستونزې د حل په موخه دیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې نن سهار وختي امریکا د ایران پر اتومي تاسیساتو د توغندیو او جنګي الوتکو بریدونه وکړل، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو په کلکه وغندل.

تړلي موضوعات