ایران په لومړي ځل پر اسرائیلو تر ټولو پرمختللي توغندي توغولي
د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره یې پر اسرائیلو خپل پرمختللي خیبر توغندي توغولي.
سپاه پاسداران پورې تړلي فارس خبرې اژانس د یادو توغندیو د توغول کېدو د ویډیو په خپرولو سره ویلي، دغه توغندي په لومړي ځل په اشغالي سیمو توغول کیږي.
ویل کیږي بن ګوریون هوایي ډګر، صهیونیستي رژیم بیولوژیکي څېړنو مرکز او د کنټرول څو مهم پوځي مرکزونه د دغو بریدونو موخه وو.
یاد اژانس په خپل راپور کې ویلي، د وعده صادق۳ عملیاتو شلمه څپه کې په توغندیو سربېره له بې پیلوټه الوتکو هم ګټه اخېستل شوې او په بریالیتوب سره په خپلو اهدافو لګېدلي.
تر دې وړاندې د اسرائیلو ۱۲ چینل ویلي و، د ایران توغندي پرته له دې چې د دفاعي سیسټم له غبرګون سره مخ شي په خپلو اهدافو لګېدلي.