تسنیم خبري اژانس: خلکو اصفهان او فردو کې د درنو چاودنو غږونه نه دي اورېدلي

تسنیم خبري اژانس: خلکو اصفهان او فردو کې د درنو چاودنو غږونه نه دي اورېدلي سیمه
انځور ارشیف

د ایران پر اټومي تاسیساتو د درنو بریدونو په اړه د ټرمپ تر ادعا وروسته د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د اصفهان او فردو سیمه کې پر اټومي سایټونو د هیڅ ډول چاودنې غږ نه دی اورېدل شوی او کوم زیانونه نه ښکاري.

د اصفهان اټومي سایټ شاوخوا سیمو اوسېدونکو ویلي، د چاودنې غږ یې نه دی اورېدلی، تسنیم د ټرمپ دغو څرګندونو ته تر ډېره په رواني او رسنیزې جګړې پورې تړاو ورکړی.

فردو سیمه کې خلکو یوازې د هوايي دفاع معمولي فعالیت او بې پیلوټه الوتکو غږونه اورېدلي او د درنې چاودنې او اورلګېدنې په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

تسنیم خبري اژانس یادو سیمو کې د عادي حالاتو خبر ورکړی په خبره یې، اصفهان ته د قم نښلوونکې لارې خلاصې دي او کارپوهانو هم هر ډول ککړتیا رد کړې.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د څو سنګر ماتوونکو بمونو په وسیله یې د ایران درې مهم اټومي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه وړي.

تړلي موضوعات