د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس: د ایران له اټومي تاسیساتو بهر د وړانګو خپرېدو راپور نه دی ورکړل شوی

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس: د ایران له اټومي تاسیساتو بهر د وړانګو خپرېدو راپور نه دی ورکړل شوی نړۍ
د اټومي انرژۍ نړېوال اژانس د ایران اټومي تاسیساتو په اړه

د ایران په درېیو اټومي تاسیساتو د امریکا تر بریدو وروسته د اټومي انرژۍ نړېوال اژانس ویلي، تر دې مهاله له فردو او نورو اټومي تاسیساتو بهر د راډیو اکټیو وړانکو د خپرېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

یاد اژانس ویلي، د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته به د ایران د وصعیت په اړه لا زیاتې ارزونې وکړي.

امریکا نن سهار د ایران درېیو مهمو نطنز، فردو او اصفهان اټومي انرژۍ په تاسیساتو بریدونه وکړل.

دغو بریدونو خپله د امریکا کانګرس، ایران، مصر، عراق او ملګرو ملتونو غبرګونونه را وپارول.

تړلي موضوعات