ملي موزیم کې یو شمېر ودانیزې او ترمیماتي پروژې پیل شوې
د افغانستان ملي موزیم کې د یونسکو سازمان په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۴۹ زره ډالرو په لګښت څو مهمو رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې دغو پروژو کې د اوبو زېرمه ځای بیارغونه، د زړو او تاریخي وسایطو لپاره د ځانګړي نندارتون جوړول، د ودانۍ دننه رنګ مالي، د تاریخي اثارو نندارتون تالارونو ترمیم، د اوبو رسونې سیسټم ترمیم، د برېښنا شبکې اصلاح او د تخصصي لابراتوار ودانیزو کارونو پروژې شاملې دي.
د ملي موریم رئیس دغه پروژې فرهنګي میراث ساتنې، مدیریت او موثر معرفي په لور ارزښتناګ ګام بللی.
د یادونې ده، چې دا مهال د موزیم د تاریخي او فرهنګي اثارو د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا په موخه د موزیم ودانۍ کې دننه دپرمختللو امنیتي کمرو د نصبولو پروسه هم دوام لري.